د روژې میاشت او په افغانستان کې د بیو لوړیدل
په افغانستان کې د روژې په میاشت کې ځیني کاروبارونه ښه بازار پیدا کوي او کارونه زیاتیږي. له دې ډلې څخه د قنادانو بازار ډیر ګرم وي خو بیا د ځینو کاروبارونو بازارونه د روژې له امله اغیزمن کیږي.
همدا چې د روژې میاشت راورسیږي، خلک تر بل هر وخت ډیر جوماتونو ته ځي او په جمع لمنځونه ادأ کوي. په دې میاشت کې افغان روحانیون هم ډیر زکاتونه او پیسې ټولوي.
د روژې په میاشت کې ډیر خلک هڅه کوي جوماتونو ته ولاړ شي نو له همدې امله دوی په دې میاشت کې د خیرات ورکولو ته لیوالتیا پیدا کوي او په دې سره د خیرات ټولوونکو بازار هم ګرم وي. په دې انځور کې د هرات په جومات کې د ډیر عمر لرونکي دوه کسان د لمونځ ادا کولو پرمهال لیدل کیږي. دوی خیرات نه ټولوي بلکې عادي خلک دي.
په افغانستان کې د خوږو خوړو تیارونکي بیا د روژې په میاشت کې ډیر کار کوي. شیریني پخوونکي ان ټوله شپه کار کوي، ځکه د دوی د تولیداتو تقاضا تر پخوا ډیریږي.
جلیبۍ د روژې د میاشتې ځانګړې خواږه دي. په هرات ولایت کې دغه جلیبۍ پخوونکی وايي چې د روژې په لومړی ورځ یې ۳۰۰ کیلو جلیبۍ پلورلي دي.
جلیبۍ او خرما هغه خوراکي توکي دي چې د روژې په میاشتې کې تر بل هر وخت ډیر مصرفیږي. تقریباُ د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د جلیبۍ او خرماوو مصرف ډیر وي او له همدې امله د دې دوه ډوله خواراکي توکو بازار هم ډیر ګرم وي.
په دې خاطر چې د روژې په میاشت کې څوک د تندې احساس ونه کړي، زیاتره خلک د لیمو جوس یا اوبه مصرفوي. د لیمو اوبو دغه پلورونکی وايي چې یوازې د روژې په لومړۍ ورځ یې د لیمو اوبو ۳۰ بوتله پلورلي دي.
هوا ګرمه ده او د دې سبزي پلورونکي سبزیانې هم مړاوې شوې او رانیونکي هم نه لري. دغه سبزي پلورونکی نوره حوصله نه لري او وايي چې تل یې د روژې په میاشت کې بازار خرابیږي او زیان کوي.
هغه لاسي کراچۍ چې په افغانستان کې چمتو شوي خوراکونه پلوري، په روژې میاشتې کې یې بازارونه خرابیږي. له دوی څخه یوازې وږي ماشومان خوراکي توکي رانیسي. یوازې ماشومان کولای شي چې د روژې په میاشتې کې په عام محضر کې یو څه وخوري. په دې میاشتې کې د هوټلونو او رستورانونو بازارونه هم خراب وي.
په افغانستان کې د روژې په میاشتې کې د ځینو کاروباریانو لکه د خوراکي توکو د واردونکو او پلورونکو کاروبارونه پراخیږي خو د ځینو نورو لکه د خټګرو او د کارګرو بازار بیا ډیر اغیزمن کیږي. په افغانستان کې زیاتره د روژې په میاشتې کې د خوراکي توکو بیې لوړیږي، چې خټګرو او کارګرو ته ډیرې ستونزې رامنځته کوي.