د ترکېې ساحلي ساتونکو د اتو مهاجرو مړي موندلي دي
۱۳۹۸ دی ۱۳, جمعهله استانبول څخه د فرانسې خبري آژانس د جنوري په ۳ مه، د ترکيې د کورنيو چارو وزارت د اعلاميې له قوله ليکي چې، دغه پيښه د چهارشنبې په شپه د ترکيې د فتحيه ښارګوټي په شاوخوا اته کيلومترۍ کې په آژه سمندرګې رامنځ ته شوې ده. فتحيه ښارګوټي د ترکيې په سويل لويديځه کې پروت دی.
په اتو موندل شوو مړو کې ۵ يې نارينه او درې يې ښځينه ښودل شوي دي. په سملاسي توګه د دغو مړو هويت نه دی پيژندل شوی چې هغوی د کوم هيواد اوسيدونکي ول.
ترکيه اوس مهال د شاوخوا ۴ ميليونو مهاجرو کوربه توب کوي چې ډيری يې سوريايي مهاجر دي. ترکيه په عين وخت کې د هغو مهاجرو له پاره پر يو ترانزيتي هيواد باندې اوښتی دی چې غواړي په غيرقانوني توګه اروپا ته ځانونه ورسوي.
په ۲۰۱۶م کال کې اروپايي اتحاديې له ترکيې سره د مهاجرتونو د مخنيوي په موخه يو تړون لاسليک کړ خو لا هم د مديترانې سمندرګي له خطرناکي لارې د اروپا پر لور د مهاجرتونو لړۍ يو څه ادامه لري.
/mks/aabur/er/klm