د ترکيې «جمهوريت» ورځپاڼه هم د بديلي نوبل جايزې ګټونکې سوه
د بديلي نوبل سږنۍ جايزې «لايلوي هوډ اېوارډ» دوو اشخاصو او دوو سازمانونو ته ورکول سوې.
د سوريې «سپين خوليو» سازمان
د سوريې د سپين خوليو سازمان هغه ډله ده چي په جنګ ځپلي سيمو کي لومړۍ مرستي رسوي. دغه کسان په ډيرو خرابو او خطرناکو حالاتو کي د ژوبل سوو کسانو سره مرستي کوي. د خپل سازمان له پاره دغه جايزه د رياض الصالح له خوا واخيستل سوه.
سپين خولۍ مرستندويان
د سوريې د ملکي دفاع دغه ډله په نړۍ واله توګه د خپلو هلو ځلو له کبله ستايل کيږي. د دغه سازمان همکاران په نه ستړي کېدونکې توګه په جګړه ځپلو سيمو کي د انسانانو سره مرستي کوي.
ترکۍ ورځپاڼه«جمهوريت»
د ترکيې و «جمهوريت» نومي ورځپاڼي ته د لاولي هوډ سږنۍ جايزه د رسنيو د آزادۍ او د بيان د آزادۍ له پاره د خپلو هلو ځلو له کبله ورکول سوې ده. دغه ورخپاڼه او چلونکي يې په ترکيه کي تر سخت دولتي فشار لاندي دي. د دغې ورځپاڼي يو شمېر ليکونکي او مشران زندانيان دي.
مزن حسن، مصرۍ فعاله
د مېرمنو د حقونو فعاله او فيمينسته مزن حسن د نوبل د بديلي سږنۍ جايزې ګټونکې ده. د جايزه تر لاسه کولو له پاره هغه پخپله په ستوکهولم کي نه وه موجوده، ولي چي د مصر حکومت ورته د سفر اجازه نه وه ورکړې.
سوېتلانا ګانوشکينا
د نوبل د بديلي جايزې بله ګټونکې د بشري حقونو روسي فعاله سوېتلانا ګانوشکينا ده. دغه مېرمنه او د پناه غوښتونکو له پاره د هغې سازمان د زيات وخت راهيسي په روسیه کي د پناه غوښتونکو سره مرسته کوي.
د رايټ لايولي هوډ ايوارډ
دغه جايزې ته د نوبل بديله جايزه ويل کيږي او له ۱۹۸۰ کال راهيسي د سوېډن په ستوکهولم کي ورکول کيږي. د دغه جايزې ورکونکې ډله وايي چي هغه چا ته دغه جايزه ورکوي چي د نړۍ په بهتره کولو کي يې لاس درلودلی وي.