1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترکيې او يونان تر منځ پوځي ګواښونه درېدلي دي

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

د يونان او ترکيې تر منځ پوځي ګواښونه پای ته رسېدلي دي. ‌د «عروج رئيس» په نوم څېړنيزې ترکۍ کښتۍ په نفتو پسې لټون درولی او د انتاليا بندر ته ستنه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3iP8B
Türkei Das seismisches Forschungsschiff Oruc Reis bei Istanbul
انځور: Reuters/Y. Isik

ډېرې اوونۍ کيږي چې د «عورج رئيس» ترکۍ کښتۍ د مديترانې سمندرګي په ختيځ کې تګ راتګ کاوه څو د خپلو څېړنو له لارې د نفتو ممکنې ذخيرې پيدا کړي.‌ د يونان د حکومت په نظر دغه کښتۍ د اګست له ۱۰مې نېټې راهيسې د يونان په سمندري ساحه کې وه،‌ يعنې په داسې يوه سيمه کې چې د اتن په خبره د يونان د وچې ځمکې پر تل پورې اړه لري.

دواړو هېوادونو جنګي بېړۍ ولېږلې

يونان ورپسې د حريف د وېرولو په غرض جنګي بېړۍ سيمې ته واستولې. خو دغه پلان بريالی نه و. ترکيې هم دغې سيمې ته خپل سمندري‌ ځواک ولېږه. اوس دوه د ناټو غړي هېوادونه سره مخامخ شوي‌ ول چې له کبله يې د ناټو سرمنشي ينس ستولتن بېرګ هم غبرګون وښود. تېره اوونۍ دغه منځګړي اعلان وکړ چې دواړو خواو د ترینګلتيا د کمولو له پاره «تخنيکي خبرې»‌ منلې وې. دا چې چا له چا سره دقيقا څه ويلي دي، البته ناڅرګنده پاتې شوه.‌

«ماموريت د پلان سره سم پای ته ورسېد»

يوه خبره معلومه ده چې ترکيې خپله څېړنيزه کښتۍ له ناندرئيزې سيمې څخه بېرته ايستلې ده. د «يني شفق» په نوم ترکۍ ورځپاڼې په حواله دا البته شاتګ نه و. په خبره يې د «عروج رئيس» کښتۍ خپل ماموريت د پلان سره سم پای ته رسولی او اوس يې د انتاليا په بندر کې لنګر اچولی دی. په خبره يې ترکيه اوس غواړي چې «ديپلوماسۍ ته چانس» ورکړي. د يونان حکومتي وياند، ستېليوس پېتساس، د سکاي تلويزيوني‌ چېنل ته ويلي دي: »دا يوه مثبته نښه ده. موږ به ګورو چې حالت څنګه دوام پيدا کوي څو يوه سمه ارزونه يې وکړای شو.»