د آلمان صدراعظم شولڅ او اردوغان پر څه غږيدلي؟
۱۴۰۰ اسفند ۲۴, سهشنبهد آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د دوشنبې په ورځ د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره وليدل. اردوغان په دې ترڅ کې په راتلونکي کې پر ترکیې د وسلو د خرڅلاو په اړه شک څرګند کړی.
په انقره کې د دې خبرو په ترڅ کې شولڅ وويل چې روسیه له اوکراين سره د جګړې له کبله له نورو هيوادونو څخه د ځان د منزوي کولو په حال کې ده.
نوموړي زياته کړه: «د هرې تېريدونکې ورځې او هر بم سره پوتين ځان له نړيوالې ټولنې څخه نور هم جلا کوي.» شولڅ له روسیې څخه د جګړې د درولو غوښتنه وکړه او ویې ويل چې «دا شخړه يوازې ديپلوماتيک حل لري.»
شولڅ څه وويل؟
شولڅ له ولسمشر اردوغان سره تر خبرو اترو وروسته وويل: «ولسمشر اردوغان او زه پر دې خبره په بشپړه توګه همنظره يو چې په اوکراين کې له تاوتريخوالي ډکه پوځي شخړه بايد وغندله شي او موږ د امکان تر حده ژر تر ژره د يوه اوربند غوښتونکي يو.»
شولڅ وويل چې آلمان او ترکیې دواړو له اوکراين سره د وسلو مرسته کړې ده او نوموړي د ترکیې له حکومت څخه د باسفورس تنګي د تړلو له کبله مننه وکړه. د باسفورس تنګی د ترکیې تر کنترول لاندې دی او د مديترانې او تور سمندرګي ترمنځ د جنګي او نورو بيړيو د تېریدو لاره ده.
شولڅ همدا راز د آلمان او ترکیې د تګلارو ترمنځ د ځينو «اختلافاتو» يادونه هم وکړه چې له کبله یې ځيني وخت خپل منځي اړيکي سره ترنګلي کيږي. په دې کې د «قانون حاکميت، بشري حقونه او د هغه آلماني اتباعو د نيولو مسئله شامله ده چې يا خو نيول شوي او زندانونو ته اچول شوي او يا هم له کوره د وتلو اجازه نه لري.»
د آلمان صدراعظم وويل: «زما په آند موږ په دې معاملاتو کې يو څه پرمختګ کړی دی او تمه لرم چې دې اختلافاتو ته به داسې يو حل لاره ولټوو چې د دواړو غاړو په ګټه وي.»
اردوغان څه وويل؟
د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان خبري غونډې ته د وينا پر وخت وويل: «اړتيا ليدل کيږي چې موږ ديپلوماتيکې هلې ځلې کړندۍ کړو. ترکیه به د دواړو اړخونو د يوځای کيدو له پاره د هرې لارې کار واخلي.»
نوموړي په دې ترڅ کې په انقره کې په دې تېرو ورځو کې د روسیې د اوکراين د بهرنیو چارو د وزيرانو ترمنځ د ملاقات يادونه هم وکړه.
اردوغان په دې ترڅ کې د ترکیې او آلمان د اقتصادي اړيکو پر پراخولو هم ټینګار وکړ. هغه وويل: «آلمان د صادراتو او وارداتو له پلوه زموږ يو مهم شريک دی. په ۲۰۲۰م کال کې دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت ۳۸ ميليارد ډالرو ته رسيدلی وو او موږ هوډ لرو چې دا ۵۰ ميليارد ډالرو ته ورسوو.»
نوموړي همدا راز په ترکيه کې د سياحت د سيکتور په وده کې د آلمان د نقش يادونه وکړه. روسیه هم په دې نقش لري.
پر نورو کومو موضوعاتو خبرې شوي؟
پر اوکراين د روسیې بريد د دواړو مشرانو د خبرو اترو مطرح موضوع وه. ترکیې د دې کړکیچ په ترڅ کې ځان د يوه منځګړي په توګه ساتلی دی. دغه هېواد له روسیې او اوکراين دواړو سره اړيکي نسبتاً ښې ساتلي دي.
تېره اونۍ د روسیې او اوکراین د بهرنیو چارو وزيرانو په انتاليا کې سره ليدلي ول. دا د جګړې له پېل راهيسې د خپل ډول لومړۍ غونډه وه. که څه هم چې دې خبرو اترو کومه د پام وړ پايله نه لرله خو ترکیې له دې پلوه دا ملاقات مثبت ارزولی چې لږ تر لږه دواړو خواو خو سره وليدل.
که څه هم چې آلمان او ترکیه دواړه د ناټو غړي دي او اقتصادي اړيکي یې هم ژورې دي، خو په دې وروستيو کاونو کې یې اړيکي يو څه ترینګلي دي. په ترکيه کې په ۲۰۱۶م کال کې تر ناکامې کودتا وروسته حکومت د اپوزيسیون پر ضد عمليات ډېر کړي چې آلمان دا کلکه غندلي ول. آلمان همدا راز په خټه د ترکي آلماني ژورنالیست دينز يوجيل په بندي کولو هم سختې نيوکې کړي.
ب. ص/ ن. ز (AFP, dpa)