د امریکا ټاکنې څومره لګښت لري او څوک یې ورکوي؟
۱۴۰۳ آبان ۸, سهشنبهپه امریکا متحده ایالاتو کي ولسمشر او یا هم ولسمشره کیدل ارزانه نه تمامیږي. کاندیدان هغو پیسو ته چي انتخاباتو ته ځانگړي سوي وي، د لاس رسي بیلابیل اماکانات لري.
د ولسمشرۍ کاندیدان کولای سي خپل کمپاینونه له خپلو سرچینو تمویل کړي، خو دوی کولای سي له خصوصي تمویل کوونکو څخه هم پیسې راټولې کړي. د تمویل بله سرچینه د سیاسي عمل کمېټې، یا د PACs، لابي ګروپونه دي چې د ځانګړو کاندیدانو په ملاتړ کې تخصص لري.
داسي امکانات هم سته چي له حکومت څخه پیسې ترلاسه کړي. خو په دې کار کي سخت مقررات باید په پام کي ونیول سي، له همدې امله په تیرو ټاکنو کي انتخاب سوي کاندیدان له دغه ډول امکان څخه تیر سوي دي.
کامالا هریس به څومره پیسې راټولي کړي؟
د واشنګټن میشته غیر انتفاعي سازمان OpenSecrets په وینا، چې د متحده ایالاتو د ټاکنو لګښتونه تعقیبوي، د ډیموکراټانو کاندیدې کامالا هریس، د سپتمبر تر ۳۰ مي ڼیټې پوري څه د پاسه ۹۰۶ میلیونه امریکايي ډالر راټول کړي دي. په هغو کي هغه پیسې هم شاملیږي چي د جو بایدن له پاره چي په سپتمبر مياشت کي د هریس په گټه تير سو، هم راټولي سوي دي.
دغو پیسو ته د سپتمبر تر ۲۲ نېټې پوري، د هریس له بهرنیو گروپونو څخه تر ۳۵۹ میلیونو ډالرو زياتي راټولي سوي پیسې ورزیاتي سوې. په دې ډول د هریس په انتخاباتي خزانه کي څه د پاسه ۱،۲۷ میلیارډه امریکايي ډالر راټول سوي دي.
له دغو بسپنو څخه څه ناڅه ۵۶ سلنه له سترو تمویل کوونکو څخه راځي. کله ناکله له ۲۰۰ ډالرو څخه کښته بسپنې شاوخوا ۴۴ سلنه جوړوي. دا چي په حقیقت کي سیاسي تبلیغات کوم تفاوت رامنځته کوي، لا روښانه نه ده. خو هیڅ گوند نه غواړي د مهم ممکنه رایه ورکوونکو له لاسه ورکولو خطر پر ځان ومني.
ترمپ ته څومره پیسې راټولي کړای سوای؟
د جمهوري غوښتونکو کاندید دونالد ترمپ، دغه مقدار ته نیژدې پیسې راټولي نه کړې. د هغه د کمپاین رسمي ټیم ۳۶۷،۱ میلیونه امریکايي ډالره راټول کړل چي د هریس په پرتله ۴۰ سلنه لږ دي.
بهرنیو گروپونو وکولای سول نور ۵۷۲،۸ میلیونه امریکايي ډالره ورزیات کړي، د OpenSecrets سازمان په حواله په دې ډول د هغه انتخاباتي خزانه په څه ناڅه ۹۴۰ میلیونه امریکايي ډالرو ډکه ده.
د ترمپ انتخاباتي کمپاین په پراخه پیمانه د ډېرو بډایو بسپنه ورکوونکو په ملاتړ پوري تړلی دی. د هغه د کمپاین تر ۶۸ سلنې ډېرې پیسې د لویو تمویل کوونکو څخه راځي.
او د کانگرس له پاره انتخاباتي مبارزه؟
په تیرو وروستیو انتخاباتو کي ترمپ له خپل سیال څخه کمې پیسې په اختیار کي درلودې، خو بیا یې هم په ۲۰۱۶م کال کي د هیلیري کلینتن پر وړاندي انتخابات وگټل. خو په ۲۰۲۰ م کال کي یې د جوبایدن پر وړاندي ماته وخوړه.
په هاریسبورگ کي د پنسلوانیا په پوهنتون کي د سیاست او ادارې د برخې پروفیسر دان مالینسون، وايي: «دا ښیي چي پیسې یو نقش لري، او یوازي انتخاباتي مبارزه پریکړه نه کوي.»
مالینسون دویچه ویله ته وویل:«بیا هم د پیسو بسپنه ډېره مهمه ده، دا ځکه چي په اوس وخت کي د جمهوري ریاست د انتخاباتو جگړه په میلیارډونو لگښت غواړي. کاندیدان، گوندونه او نور سازمانونه اړتیا لري چي په ټول هیواد کي د کمپاین له پاره د پام وړ پیسې راټولې کړي.»
نه یوازي پخواني ولسمشران او یا هم د هغوی مرستیالانې په دغه انتخاباتي مبارزه کي د بسپنو د راټولولو هڅه کوي. سږکال د امریکا د مشرانو په جرگه کي له ۱۰۰ چوکیو څخه ۳۴ چوکۍ او د استازو په جرگه کي ټولې ۴۳۵ چوکۍ د ټاکنو له پاره موجودي دي.
د OpenSecrets سازمان په حواله د سنا د چوکیو د په لاس راوړلو له پاره کاندیدانو د خپلو انتخاباتي کمپاینونو له پاره ۱،۳۸ میلیارډه امریکايي ډالر راټول کړي دي او د استازو د جرگې له پاره هغه ۱،۷۸ میلیارډه امر
څوک مرسته کولی سي؟
دا چي د امریکا متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته کاندیدانو ته څوک مرسته کولای سي او څوک یې نه سي کولای، په اړه یې د فدرالي ټاکنو کمېسیون مقررات سخت دي. یوازې د امریکا متحده ایالاتو اتباع یا ګرين کارت لرونکي اجازه لري چې سیاسي ګوندونو یا د ولسمشرۍ نوماندانو ته بسپنه ورکړي. د بهرنیو اتباعو بسپنه په کلکه منع ده. همدارنگه هغه کسان چې بسپنه ورکولای سي، اجازه نه لري چي په نامحدود مقدار کې مرسته وکړي.
د حکومت قراردادیان، شرکتونه، ملي بانکونه، اتحادیې او غیر انتفاعي سازمانونه هم اجازه نه لري چي په مستقیم ډول له کاندیدانو او یا هم گوندونو سره مرسته وکړي.
دغه پیسې د څه شي له پاره مصرفیږي؟
انتخاباتي کمپاینونه او د گټو گروپونه په سلونو میلیونه ډالر په اختیار کي لري او ډېري پریکړي کولای سي. دا ځل کاندیدان مساوي روان دي او د انتخاباتو نتایج ښايي د هغو گوتو په شمار ایالتونو پوري تړاو ولري چي له نیژدو څخه په سیالۍ کي دي. له همدې کبله کمپایني ټیمونه خپلي ډېري پیسې په دغو ایالتونو کي لگوي.
هغوی به په ټاکنیزو تبلغاتو کي ډوب سي او د نظر پوښتنې کارکوونکي به د ډیریو اوسیدونکو دروازې وټکوي او یا هم هڅه وکړي تر څو هغوی ته د تليفون له لاري قناعت ورکړي چي یوه یا هم بل کاندي ته رایه ورکړي.
د ۲۰۲۰م کال انتخاباتو ته نظر اچول به دا روښانه کړي چي د بسپنې دغه ډېري پیسې چیري مصرفیږي: ډېره برخه يې پر انتخاباتي تبلیغاتو لگول کیږي.
اوپن سیکرتس دا معلومه کړې ده چي څلور کاله مخکي، ۵۶ سلنه پیسې پر رسنیو، ۱۰ سلنه د نورو بسپنو پر راټولولو او څه ناڅه ۱۷ سلنه پر معاشونو او د کمپاین پر نورو لگښتونو تللي دي. ۶ سلنه پر ادارو او نوري ۴ سلنه د ستراتیژیو او پلټنې له پاره مصرف سوي دي. پاته نوري پیسې د «درجه بندۍ وړ» نه وې. دغه شمیرې به د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کي هم ورته بڼه ولري.
GP/NZ/Timothy Rooks