د اقلیم د بدلون لس حیرانونکي اغیزې
دا چې «ګلوبل وارمنګ» یا نړیواله تودوخه په ټوله نړۍ کې پر موسمونو څه تاثیر کوي، ډیري یې څرګند دي، خو د اقلیمي بدلونونو یو شمیر داسې اغیزې چې زموږ د ژوند طرز په حیرانکونکي توګه بدلولې شي. نور معلومات په دې انځوریز رپوټ کې:
په هوایې سفرونو کې د ټکانونو ډیریدل
د یوې نوې څیړنې پر بنسټ په راتلونکې کې به په الوتکه کې سفر کول د پخوا په پرتله لا زیات پریشانه کونکې وي. څیړنه ښیې چې په راتلونکې کې به په الوتکه کې د سفر پر مهال، د پخوا په پرتله ۱۵۰ واره زیات «ایئر ټربولینس» یا په فضاء کې د هوا د خلاء له امله جتکې یا ټکانونه زیات شي.
بحري بیړۍ او د واورو غرونه
د الوتکو سربیره بحري بیړۍ به هم د نقل او حرکت پر مهال له ستونزو سره مخامخ کیږي. په ۱۹۱۲ م کال کې د ټایټانیک بیړۍ هم د واورو له یوې غونډۍ سره تر جنګیدو وروسته ډوبه شوې وه، خو تر هغې وروسته داسې کومه پيښه نه ده رامنځته وې. د موسمي بدلونو له امله په نږدې راتلونکې داسې پيښې یو وار بیا تکراریدلې شي.
آلماسک، بريښنا یا تندر به ډیره شي
څیړنې ښېې د ګلوبال تودوخې له امله به توپانونه، بادونه، ورښتونه او د آلماسک یا تندر د راولیدو پيښې ډیرې شي. د تندر د را ولیدو له امله په ځنګلونو کې د اور لګیدنې سربیره نور ډیر زیانونه هم رامنځته کیږي. خو د څیړنکو په حواله له دې امله پیدا کیدونکی نایتروجن اکساید ګاز، نړۍ له نورو زهرجنو ګازونو څخه محفوظ ساتي.
لاوا پیدا کونکی آتش فشانونه به پروازونه زیانمن کړي
په نړۍ کې ستر عجائب موجود دي. د بیلګې په توګه په آئس لنډ کې د زرګونو کلونو راهیسې په یو وخت کې آتش فشان او په اصطلاح د واورې یخچالونه موجود دي. د نړیوال تودوخې درجې د لوړیدو له امله دغه واورې ویلي کیږي. پر ځمکې د هوا فشار هم کمیږي چې له امله یې په آتش فشانونو کې لاوا زیاتیږي. په راتلونکو کلونو کې به په نړیواله کچه آتش فشانونه ډیر لاوا رامنځته کړي چې له امله به یې د الوتکو پروازونه زیانمن شي.
مخ پر زیاتیدونکې نا رضایتي
موسمي بدلونونه زموږ پر مزاج هم ډیر تاثير کوي. د کارپوهانو په اند د نړیوال تودوخي درجې زیاتیدو له امله به انسانان ډیر ژر عصبي او غوسه کیږي او په تشدد کې به هم زیاتوالی رامنځته شي. د ټولنیزو چارو کارپوهان وایې چې په نړیواله کچه مخ پر زیاتیدونکې غوسه او عصبانیت به د وسله والو شخړو شکل ځانته غوره کړي.
سمندر به هم لا زیات تورتم یا تیاره شي
د سائنس پوهانو په خبره د نړیوال تودوخې درجې د زیاتیدو له امله به ورښتونه، د سیندونو تغیان او سیلابونه ډیر شي چې دغه خړې اوبه به د سمندر د اوبو رنګ هم خړ او تیاره کړي. د څیړونکو په خبره دغه عوامل اوس ورو ورو ښکاره کیږي.
الرجي یا حساسیت به ډیر شي
که تاسې مخ پر ډیریدونکي غوسې یا قهر پریشانه کړي نه یاست، ډول ډول الرجي یا حساسیت به تاسې هرو مرو پریشانه کړي. که یو څوک د پسرلي په موسم کې الرجي لري، نو وروسته تر دې کیدای شي دا الرجي په هر موسم کې رامنځته شي.
د حیواناتو د جسمامت وړیدل
په هره اندازه چې نړیواله تودوخه زیاتیږي په هم هغه اندازه د حیواناتو قد او جسامت وړیږي، البته په تدریجي شکل سره. ۵۰ میلیونه کلونه مخکې د ځمکې پر مخ د موجودو حیواناتو سائز یا جسامت د اوس په پرتله لوې وو. خو په نړیواله کچه د تودوخي درجې د لوړیدو له امله د دوی د جسامت د کوچني کیدو لړۍ هم په پرله پسې ډول جاري ده.
په دښتو کې غوړیدونکي ګلان
په دښتو کې به هم ګلان شته شي، دا کومه شاعرانه خبره نه، بلکې د موسیمي بدلونو یوه بیلګه ده. کارپوهان وایې چې اقلیمي بدلونونه به په راتلونکي کې پر دښتو او صحراو هم خپلې اغیزې ولري او دغه دښتې به هم واښه شنه کړي او ګلان به په کښې غوړیږي.
د میږو بدلیدونکي عدتونه
شاید تاسې باور ونه کړي خو د ځمکې پر مخ میږیان هم ډیر مهم نقش لوبوي. البته موسمي بدلونونه د دغو کوچنیو مخلوقاتو په مزاج او عادتونو کې هم بدلون رامنځته کوي. یوه نوې څیړنه ښیې چې میږیان د حرارت درجې په لږ لوړیدو سره خپل عادتونه بدلوي او د تودوخې د یوې مناسبې درجې تر وخته پورې تر ځمکې لاندې پاتې کیږي.