د اقليم بدلون د کولمبيا بومي اوسيدونکي ګواښي
ډېر ساړه يا ګرم موسمونه او د کنګلونو ويلې کيدل: د اقليم بدلون د کولمبيا د سيرا نېوادا دي سانتا مارتا د غرونو لړۍ بومي ولسونه ګواښي. دوی اوس په ګډه سره غواړي چې د «طبيعت» ساتنه وکړي.
د اقليم بدلون پر ضد ګډه مبارزه
د کولمبيا د آندن غرونو لړۍ په نابوسيماکه ښار کې څلور قومونو سره يوځای کيږي. دلته د سويلې امريکا د بومي قومي ډلو سره تړاو لرونکی له يو بل سره ګوری. له پيړيو راهېسې دلته د ارهواکو، کانکوامو، کوګي او ويوا قومونه د سيرا نيوادا دی سانتا مارتا په غرنۍ سيمه کې چې دوی ته مقدسه ده، اوسي. خو اوس یې د اقليم بدلون دا ټاټوبی ګواښي.
له ګواښ سره مخامخ ښايست
د سیرا نيوادا دي سانتا مارتا په واورو پوښل شوې څوکه. دا ۵۷۷۵ متره دنګه څوکه د کاريبک سمندرګي پر غاړه د نړۍ د ساحلي غرونو تر ټولو لوړه څوکه ده. خو د ګرمۍ څپې د سيمې کنګلونه ويلې کوي: د رسمي شمیرو په حواله له ۱۴ استوايي کنګلونو څخه چې د شلمې ميلادي پېړۍ په پېل کې په کولمبيا کې ول، اوس يوازې شپږ پاته دي.
د طبيعت ژغورل
نابوسيماکه د ارهواکو مذهبي مرکز دی. سيرا نېوادا سانتا دی مارتا د بومي ولسونو په کيهان پيژندنه کې انسان او طبيعت له يو بل سره ډېر ژور وصل دي: د بومي اوسيدونکو له پاره د دوی د سيمې سېندونه، ډبرې او بوټي د دوی د بدن ژوندۍ برخې او د کايناتو مرکز دی. دوی د دې انډول ژغورل خپله دنده ګڼي.
«هر کال دغه هېواد لا پسې ګرميږي»
د بومي ولسونو مذهبي مشران چې ماموس بلل کیږي، د يوې مقدسې ونې سيوري ته راټول شوي دي څو د خپلې نړۍ د بدلون په اړه سلامشورې وکړي. له دوی څخه یې يوه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ دلته راټول شوي يو څو په سوله او همغږۍ سره ژوند وکړو. که چېرې موږ نور په دې باور ونه لرو نو دا به د نړيوال تودښت باعث وګرځي.»
د طبیعت ساتونکی
يوه ارهواکو ميرمن په داسې حال کې چې خپل ماشوم یې پر شا کړی دی، د اوبدلو په حال کې ليدل کيږي. بومي ولسونه د طبيعت د تنوع ساتونکي دي، ځکه چې هغوی له طبيعت سره په همغږۍ کې ژوند کوي. د ساېدين اتي روسادو په نوم دې میرمن د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «موږ يوازې نه يو او پر ځمکه د موجودو انسانانو او ژويو څخه جلا نه يو.»
شديد موسمونه د حاصلاتو ترلاسه کول ستونزمنوي
په نابوسیماکه کې دمګړۍ کافي، کېلې، مانيوک او جوار کرل کيږي چې ارهواکو د يوه مشر په خبره پخوا د دې شيانو د کرلو له پاره دا سيمه ډېره يخه وه. خو د سهار د وخت پرخې او د غرمې مودې د ګرمۍ څپې د غله جاتو او ترکاريو کرنه مشکله کړې او د سيمې د اوسيدونکو د جوارو وروستي حاصلات یې سخت زيانمن کړي دي.
په سيرانېوادا کې د تودښت لوړه او ټيټه درجه
يو ارهواکو په لمر د کافي دانې وچوي. د اقليم بدلون د بومی ولسونو پر ورځني ژوند اغیزه کړې ده: په جنورۍ مياشت کې د سیرا نېوادا په لمن کې د سانتا مارتا ساحلي ښار کې د هوا پيژندنې ادارې د ۴۰ سانتي ګراد تودښت درجه ثبت کړې وه چې دا يو ريکارډ وو. ارهواکو تمه لري چې تر مارچ میاشتې پورې به موسم ښه شي.
«ټول کنګلونه په ورکيدو دي»
ليونور زلاباتا، د کولمبيا لومړۍ بومي اوسيدونکې ده چې په ملګرو ملتونو کې د کولمبيا استازولي کوي. هغې خبرداری وکړی دی: «په سیرا نېوادا کې موجود ټول کنګلونه د ورکيدو په حال کې دي.» په ۲۰۲۲م کال کې يونیسکو د سيمې د بومی ولسونو زړه پوهه د غير مادي نړيوال کلتوري ميراث په توګه په رسميت وپيژندله چې د «طبيعت» د ساتنې، انسانیت او سيارې له پاره ډېر اړینه ده.»
«انسان پخپل لاس ځان له منځه وړي»
ارقام هم د زلاباتا خبره تائيدوي: د رسمي شميرو پر اساس د سيرا نېوادا د کنګلونو ساحه د ۱۹مې پيړۍ په نيمايي کې له ۸۲ مربع کیلومترو څخه په ۲۰۲۲م کال کې ۵،۳ مربع کيلومترو ته راکمه شوې ده. يوه مامو يا مذهبي مشر د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «انسان د هغو شيانو په واسطه چې پخپله یې کشف کړي دي، ځان ورکوي، ځکه فکر کوي چې له طبيعت څخه هوښيار دی.»