1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړه

۱۴۰۳ آبان ۵, شنبه

د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې په دریمه لوبه کې کمبودیا ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۵ کال اسیایي ملتونو جام سیالیو ته لاره پیدا کړه.

https://p.dw.com/p/4mGVu
د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړه
د افغانستان د ځوانانو د فوټبال ملي ټیم د اسیا د ملتونو جام ته لاره پیدا کړهانځور: Biju Boro/AFP/Getty Images

د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال د اسیا د ملتونو جام ته د غوراوي په سیالیو کې په دریمه لوبه کې د کمبوډیا د فوټبال ملي لوبډلې پر وړاندې میدان ته راووتل اوپه پایله کې یې د کمبوډیا لوبډلې ته په خپل کور کې ۱-۳ په توپیر ماتې ورکړه او په دې توګه یې د لومړي ځل لپاره، په ۲۰۲۵ کې د آسیا د ملتونو جام ته لاړ ومونده.

په خټه افغان لوبغاړی؛ له بونديس ليګا د آلمان تر ملي ټيم پورې

د افغانستان د ۱۷ کلنو څخه د کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړي د شپږو ورځو را په دیخوا په کمبودیا کې دي او له ماکاوو، بنګله دیش او کمبودیا سره په »ب« ګروپ کې شامل دي.

د فوټبال دغې ملي لوبډلې په خپلو لومړیو دوو لوبو کې د فلیپین او ماکاوو له ټیمونو سره سیالۍ وکړې او د فیلیپین پر وړاندې یې د ۰-۹ او د ماکاوو پر وړاندې یې ۰-۹په ګولونو سره ماتې ورکړه.

ټاکل شوې د اسیا د ملتونو جام د ۲۰۲۵ کال په جون کې د سعودي عربستان په کوربه توب ترسره شي.