د افغانستان جګړې په هکله د آلمان پلټونکی پلاوی خپل کار پيلوي
۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبهد آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د فراکسيون د بهرنيو چارو وياند، يورګن تريتين ويلي دي چې »دغه کار د اوکراين جګړې د فشار له کبله تر دوبنيو رخصتيو وروسته شروع کيږي.«
په خبره يې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دا مهال د اوکراين جګړې له کبله ډېر بوخت دی. دا يې هم وويل چې هغه قسماً عين کارکوونکي دي چې د افغانستان له ماموريت سره هم بوخت پاته شوي ول.
د آلمان پوځ د ۲۰۲۱م کال د جون مياشتي په پای کې له کابو شل کلن ماموريت وروسته له افغانستان څخه ووتل او د طالبانو تر بريالي کمپاين وروسته يې د محلي کارکوونکو او نورو حفاظت ته اړمنو کسانو له پاره د تخليې په يوه ماموريت کې هم برخه لرله.
طالبانو افغانستان د تېر کال د اګست مياشتې په نيمايي کې په څو ورځو کې او پرته له ډېر مقاومته ونيو.
د آلمان پخوانۍ صدراعظمې انګلا مېرکل او د آلمان پخواني خارجه وزير هایکو ماس او د آلمان د حکومت نورو پخوانو غړو هم د منځنۍ آسيا په دغه بحران ځپلي هيواد کې پر غلطو انګېرنو او ناسم سنجښت باندې اعتراف کړی وو.
په ائتلافي تړون کې د آلمان سوسيال ديموکرات، زرغون او ليبرال ديموکرات ګوندونو توافق کړی وو چې د افغانستان د تخليې ماموريت به د يوه پارلماني پلټونکي پلاوي په چوکاټ کې ارزوي.
د آلمان د پوځ بشپړ ماموريت به همداراز د يوه خاص پلټونکي کمېسيون په چوکاټ کې د علمي کارپوهانو په مرسته ارزول کيږي.