1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

د استازو مجلس: د بایدن د استیضاح له پاره دې تحقیقات وشي

۱۴۰۲ آذر ۲۳, پنجشنبه

د دغه اقدام ملاتړ جمهوري غوښتونکي کوي، چې د استازو په مجلس کې اکثریت لري. د دیموکراتانو له ګوند څخه ولسمشر جو بايدن ویلي دي چې په درواغ ویلو سره پرې حمله شوې ده.

https://p.dw.com/p/4a9Yw
Thumbnail Business Beyond | Is the free market dead
انځور: Stephanie Scarbrough/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د چهارشنبې (۲۰۲۳م کال دسمبر میاشتې ۱۳) په ورځ په رسمي ډول د دغه هیواد د ولسمشر جو بایدن د استیضاح کولو له پاره د روانو تحقیقاتو اجازه ورکړه.

دغه پریکړه لیک د ۲۱۲ مخالفو رایو په مقابل کې په۲۲۱ موافقو رایو سره تصویب شو. جمهوري غوښتونکو په هم نظره توګه د دغو څېړنو د رسمي کولو له پاره رایه ورکړه. دیموکراتانو دې طرحې ته منفي رایه ورکړه.

جمهوري غوښتونکي، ولسمشر جو بایدن له هیواده بهر د خپل زوی هانتر بایدن په جنجالي معاملاتو کې په لاس درلودلو تورنوي. خو ولسمشر دغه تورونه ردوي.

د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه د استازو د مجلس پخواني مشر کوین مک کارتي، مخکې له دې د سپتمبر مياشتي پر ۱۲ نېټه د جو بایدن «د استیضاح رسمي څېړنو» امر کړی وو. سپينې ماڼۍ دغه څېړنې بې اساسه او د سیاسي انګیزې پر بنسټ بللو سره رد کړي دي.

بایدن دغه اقدام «بې بنسټه سیاسي بهانه» بللې ده

جو بایدن د دې رای ګیرۍ په غبرګون کې وویل چې جمهوري غوښتونکو له «درواغو» څخه په کار اخیستنې سره پر ده حمله کړې ده. په هغه اعلامیه کې چې سپینې ماڼۍ خپره کړې ده، بایدن دغه تحقیقات «بې بنسټه سیاسي بهانه» بللې ده.

تر اوسه پورې په شوو تحقیقاتو کې په دې اړه چې بایدن دې د ولسمشرۍ په اوسنۍ دوره او یا هم د ولسمشر د مرستیال په توګه پخوانۍ دوره کې فساد کړی وي او یا دې بډې اخیستلي وي، هیڅ شواهد نه دي موندل شوي، خو جمهوري غوښتونکي د تحقیقاتو دوام ته لیواله دي.

د جمهوري غوښتونکو له ګوند څخه د استازو د مجلس مشر مایک جانسن او د هغه د رهبرۍ ټیم له رای اچونې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: «موږ دا مسئولیت ساده نه ګڼو او د څېړنو د پایلو په اړه مخکې له مخکې قضاوت نه کوو.»

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

 په همدې حال کې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې دیموکراتان د دې پریکړه لیک په مقابل کې یو موټی دي او دا یې خندوونکې بللې ده. دوی ویلي دي چې دغه رای اچونه هغو کسانو پيل کړې ده چې غواړي د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د دوو استیضاح ګانو غچ واخلي.

د دیموکراتانو استازي جیم مک ګاورن، د جدي خبرو اترو پر مهال وویل: «ټول دغه اقدامات یوه افراطي سیاسي بهانه ده. دا هیڅ اعتبار، مشروعیت او ریښتینولي نه لري. دا یو جانبي ننداره ده.»

آیا استیضاح به ممکنه وي؟

له خپل مقام څخه د ولسمشر د لیري کولو له پاره به د جمهوري غوښتونکو هڅه په پړیکړنده ډول له ماتې سره مخامخ شي. حتی که د استازو مجلس د ولسمشر استیضاح ته رایه هم ورکړي، د سنا مجلس باید هغه د رایو له دوه پر دریمې برخې سره په دغو تورونو محکوم کړي.

دا ډول یو کار په سنا مجلس کې تقریباً غیر ممکن دی، ځکه دیموکراتان چې د بایدن پلویان دي په دې مجلس کې د ۴۹ پر وړاندې ۵۱ چوکۍ لري. خو سره له دې دغه تحقیقات کیدای شي له جمهوري غوښتونکو سره مرسته وکړي، څو د ۲۰۲۴م کال د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاینونو کې د فساد تورونه برجسته کړي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب