جان کېري د عراق پر حکومت انتقاد وکړ
۱۳۹۲ فروردین ۵, دوشنبهجان کېري چي په ناڅاپه سفر عراق ته رسېدلی دی، د عراق پر مشرتابه يې نيوکي کړي دي. نوموړي تور لگولی چي عراق په غېر مستقيمه توگه د سوريې د ريژيم ملاتړ کوي. کېري د لومړي وزير نوري المالکي سره تر خبرو اترو وروسته وويل چي عراقي مشرتابه د عراق په فضايي تحريم کي و ايراني الوتکو ته د الوتنې په اجازه ورکولو سره د بشارالاسد د ريژيم غېر مستقيمه مرسته کوي. امريکايي وزير زياته کړه چي المالکي ته يې دغه خبره په ښکاره توگه کړې ده.
پر ايران باندې چي د سوريې تر ټولو مهم ملگری هيواد دی، شک کيږي چي په ۲۰۱۱ کال په سوريه کي د جگړې د پيل راهيسي دغه هيواد ته وسلې او پوځي مشاورين لېږي.
امريکا د سني مذهبو بريدونو اندېښمنه کړې ده
د امريکا د متحده ايالتونو عسکر د ۲۰۱۱ کال په دسمبر مياشته کي د عراق څخه وتلي ول، خو په دغه هيواد کي امنيتي وضعه لا کړکېچنه ده. د جان کېري د پلاوي استازو دا خبره بربنډه کړې ده چي کېري له عراقي لومړي وزير سره د خبرو پر وخت، د سني مذهبو مسلمانانو پر دوامداره احتجاجونو اندېښنه ښودلې ده. په عراق کي تقريبا هره ورځ خونړۍ چاودنې کيږي چي تر شا يې د سني مذهبو توندلارو ډلو د لاس درلودلو اټکل کيږي.
جان کېري، چي د بهرنيو چارو د وزير په توگه په لومړي ځل د عراق څخه رسمي کتنه کوي، د عراق د لومړي وزير تر څنگ د پارلمان له رئيس عثمان النجفي سره هم ليدلي دي. د دې څخه تر مخه هېلري کلنټن د بهرنيو چارو د وزيري په توگه د وروستي ځل لپاره په ۲۰۰۹ کال کې عراق ته سفر کړی ؤ.
ايا په عراق کي د امریکا اغېز مخ په کمېدو دی؟
د امريکا متحده ايالات دا اندېښنې لري چي د عراق څخه د امريکايي عسکرو د وتلو وروسته به ايران خپلي هلي ځلي لا گړندۍ کړي چي په سيمه کي خپل اغېز زيات کړي. امريکايي عسکر تقريبا لس کاله تر مخه و عراق ته ور ننوتلي ول او د ۲۰۱۱ کال په دسمبر مياشت کي بېرته وتلي ول. کارپوهان د عراق و دوهمې جگړې ته د امريکا له خوا د تر ټولو لويي ستراتيژيکي تېروتنې په توگه گوري. په عراق کي د امريکايي عسکرو تر وتلو پوري څه باندي ۱۰۰۰۰۰ عراقيان او ۴۵۰۰ امريکايي عسکر وژل سوي ول. دغه جگړه و امريکا ته په ملياردونو ډالرو تمامه سوه. د دې پر ځای چي امريکايان په عراق کي يو ډيموکراټ دولت تر شا پرېږدي، يو بې ثباته او په سياسي توگه ترينگلی هيواد يې شاته پرې ايښی دی.