جان کېري، توکيو ته ورسېد
۱۳۹۲ فروردین ۲۵, یکشنبهد امريکا لوړپوړی دیپلومات د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۱۴) توکیو ته ورسید، او کيدای سي چې هلته له خپل جاپاني سیال فومیو کیشیدا سره د شمالي کوریا پر کړکېچ سر بيره د چين او جاپان ترمنځ د مځکي پر سر شخړه باندي بحث وکړي.
ښایي چې دغه دواړه مشران به په راتلونکي وخت کې په جاپان کې د امریکایي پوځي اډې په اړه هم خبري وکړي.
د جاپان د دفاع وزیر ویلي دي چې هغه داسې اټکل کوي چې دغه خبري اتري به شمالي کوریا ته دا پیغام واستوي چې باید د نړېوالي ټولني خبرو ته غوږ ونیسي. هغه زیاته کړه: «دا مهمه ده چې موږ په نړیواله کچه په ټینګار سره شمالي کوریا ته ووایو چې باید له خپل اتومي او توغندیو له پروګرام څخه لاس واخلي.»
سیمي ته د کیري سفر
کیري تر دې د مخه د جمعې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۱۲) د سویلي کوریا پلازمینې سویل ته سفر کړی وو. د شنبې په ورځ کیري چین ته هم سفر وکړ. آسیا ته د هغه د سفر موخه د شمالي کوریا د اتومي پروګرام پر ضد د ملاتړ ترلاسه کول دي.
په چین کې کیري ویلي ول، چې متحده ایالات او چین دې ته ژمن دي چې په سوله ییزه توګه د کوریا نیمه ټاپو له اتومي وسلو څخه پاک شي.
جاپان ته د کیري سفر په داسې وخت کې تر سره کیږي چې د دوشنبې په ورځ په شمالي کوریا کې د دغه هیواد د موسس کېم اېل سونګ د زوکړي کلیزه لمانځل کیږي، او اکثره وخت دغه لمانځنه په ډیر شان و شوکت سره لمانځل کیږي.
پیونګ یانګ د کیري سفر له پامه غورځولی دی
تر اوسه د شمالي کوریا دولتي رسنیو، آسیا ته د کیري دیپلوماتیک سفر له پامه غورځولی دی. په هر حال شمالي کوریا خپلو هڅو ته دوام ورکوي او د امریکا دغه سیاست يې چې د اتومي وسلو له جوړولو لاس واخلي، رد کړی دی.
د فبرورۍ په میاشت کې تر دریمي اتومي آزمویني وروسته ملگرو ملتو پر شمالي کوریا باندي بندیزونه وضع کړل. د دغو بنديزونو تر اعلان وروسته د شمالي کوریا مشرانو داسي ګواښونه پيل کړل چې ګويا پر امريکا او سویلي کوریا باندي به يرغل وکړي.
په دې وروستيو څو ورځو کي د شمالي کوریا له خوا د احتمالي نوي توغندی د توغولو او یا هم اتومي آزمویني د ترسره کیدو په اړه ګنګوسې رامنځ ته شوي دي.
سویلي کوریا د ترینګلتیا او ګواښونو پر ډیریدو سربیره هم آرامه پاته ده. جاپان چې د شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکي توغندی په آسانه هدف ګرځیدای شي، د شمالي کوریا له اړخه د ممکنه توغندی د آزمویني د چمتووالي په ترڅ کې په توکیو کي د «پیتریوت» په نوم د توغنديو دفاعي سستمونه نصب کړي دي.