1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترکيې د ايا صوفيه په تړاو د يونان څرګندونو ته غبرګون وښود

۱۳۹۹ مرداد ۴, شنبه

ترکيې د يونان پر هغو څرګندونو نيوکه کړې چې په ايا صوفيه جومات کې د لومړني جمعې لمانځه په اړه يې کړي دي. وروسته له هغې چې ترکيې د ايا صوفيه تاريخي ودانۍ بيرته پر جومات بدله کړه، پرون په کې د جُمعې لومړنی لمونځ ادا شو.

https://p.dw.com/p/3fu7k
Türkei Istanbul Präsident Erdogan in Hagia Sophia zum Freitagsgebet
انځور: picture-alliance/AA/M. Kamaci

انقره او آتن چې د ناټو متحدان هم دي، په وروستيو مياشتو کې يې اړيکي هومره ښې نه دي. خو د ترکيې له خوا ایا صوفيه موزيم، بيرته په جومات باندې تر اړولو وروسته او په ختيځه مديترانه کې د انرژۍ د زېرمو د موضوع پر سر، د دوی ترمنځ اړيکې نورې هم خرابې شوي دي.

له انقرې څخه د فرانسې خبري آژانس ليکي، وروسته له هغې چې ترکيې د ايا صوفيه ودانۍ له موزيم څخه جومات ته بدله کړه، د ۲۰۲۰م کال د جولای په ۲۴مه په کې د جمعې لومړنی لمونځ ترسره شو. د ترکيې ولسمشر، رجب طييب اردوغان هم په دغه لمانځه کې ګډون درلود. ترکيې په همدې روانه مياشت کې د استانبول ښار دغه تاريخي ودانۍ بيرته پر جومات بدله کړه.

خو يونان د ترکيې پر دغه اقدام باندې ناخوښه دی. د دغه هيواد لومړي وزير، کيریاکوس ميتسوتاکيز، د جمعې په ورځ وويل، کوم څه چې په استانبول کې وشول، «د ځواک يو نمايش نه، بلکه د ضعف تصديقول» وو.

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند، هامي آکوسي (Hami Aksoy) په دې تړاو ويلي دي: د مسلمانانو عبادت ځای باندې د ايا صوفيه اړولو، «يو ځل بيا له اسلام او ترکيې سره د يونان خصومت ښکاره کړ.»

آکوسي د يونان په تېسالونيک (Thessaloniki) ښار کې د ترکيې بيرغ سوځول، په «کلکه وغندل» او د يونان حکومت او پارلمان يې «خصمانه څرګندونو ته د خلکو» پر هڅولو تورن کړل.

Türkei Freitagsgebet Hagia Sophia
له موزيم څخه جومات ته د ایا صوفيه تر اړولو وروسته د جولای په ۲۴مه په کې د جمعې لومړنی لمونځ ادا شوانځور: Reuters/U. Bektas

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه اعلاميه کې زياته کړې: «د اروپا نازولي ماشومان يو ځل بيا د هغو له خوا تيرایستل کيږي کوم چې په ایا صوفيه کې بیا سجده کول زغملی نه شي».

د ترکيې په استانبول ښار کې د اياصوفيه تاريخي ودانۍ د يونسکو د نړيوالو تاريخي ميراثونو په ډله کې راځي. دغه ودانۍ د عثمانيه امپراطورۍ له خوا په کال ۱۴۵۳ کې د قسطنطنیې تر نيولو وروسته په جومات باندې بدله .شوه. هغه مهال اياصوفيه د بيزانس امپراتورۍ چې د روم امپراتورۍ ادامه ده، ترټولو مهمه کلیسا وه

د نوې ترکيې بنسټ ايښودونکي په کال ۱۹۳۴ کې امر وکړ چې ايا صوفيه دې پر موزيم باندې بدله شي چې اردوغان هغه اوس بيرته جومات ته واړوله. د ترکيې تر ټولو لوړې محکمې د روان کال د جولای په ۱۰مه نيټه وويل چې د ايا صوفيه ودانۍ د جومات په توګه ثبت شوې ده او انقرې ته د دې اجازه ورکوي چې د هغې حيثيت يو ځل بيا بدل کړي.

د ترکيې او يونان ترمنځ اړيکې، له دې نه علاوه د مهاجرت مسئلې له امله هم بيخونده دي. په ځانګړې توګه کله چې انقرې د روان کال په لومړيو کې يو ځل بيا خپلې پولې اروپا پر لور د تلونکو مهاجرو پر مخ خلاصې پريښودې.

آژانسونه/م.ک.ص/م.ن.ص.

پر همدې موضوع انځوريز البوم هم وګورئ!