ترمپ: «موږ جنگ نه غواړو»
۱۳۹۸ دی ۱۴, شنبهد امريکا متحده ايالاتو په یوې راکټي حملې کي د ایران د پر نفوذه جنرال قاسم سلیماني تر وژلو وروسته جمهور رييس دونالد ترمپ ډاډ ورکړی دی چي د تهران سره جنگ کول نه غواړي. ترمپ په فلوریدا کي د ژورنالسټانو په مخکی وویل چي «موږ داسي یوه معامله وکړه چي د جنگ مخنیوی وکړو.» په خبره یې «موږ داسي یو عمل نه دی کړی، چي جنگ پیل سي.»
هغه زیاته کړه د امريکا متحده ايالاتو غوښتل د نورو هیوادونو سره سوله، ملگرتیا او دوستي ولري. د هغه په خبره واشنگټن په ایران کي د رژیم د تغیيریدو کوښښ هم نه کوي. خو د امريکا متحده ايالات هر هغه څه کوي، کوم چي د ډیپلوماټانو، عسکرو او اتباعو د ساتلو او حفاظت په خاطر یې وي. ترمپ اضافه کړه: «زه اماده یم او دې ته امادگي نیسم چي ټوله ضروري اقدامات تر لاس لاندي ونیسم او دا خاصتأ ایران ته متوجه دي.» د هغه په خبره سلیماني په ټوله دنیا کي«اوله درجه تروریسټ » ؤ او په «پټه او تیاره » کي یې د امریکا پر اهدافو باندي د حملې پلانونه جوړول. «موږ هغه د یوه تازه عمل د سرته رسولو پر وخت متوقف او له منځه یووړ.» ترمپ زیاته کړه چي که سلیماني وختي په قتل رسیدلی وای، نو د ډیرو انسانانو ژوند به ژغورل سوی وای.