ایفل برج د بمي خبرداري له کبله په موقت ډول تخلیه شو
۱۴۰۲ مرداد ۲۲, یکشنبهد بمونو خنثی کوونکي متخصصینو ټیم د ایفل برج په یوه پوړ کې یوه ریسټورانټ وپلټه او وروسته له درو ساعتونو څخه د بم خبرداری لیري او ایفل برج یو ځل بیا د لیدونکو او سیلانیانو پر مخ پرانیستل شو.
پولیسو په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. ایفل برج په وروستي ځل د ۲۰۲۰م کال کې په سپتمبر میاشت کې د یوه نا پيژندل شوي کس له خوا له پولیس سره تر تلیفوني اړیکې وروسته له سیلانیانو او نورو کسانو څخه تخلیه کړای شوی وو.
د پولیسو په وینا په هغه وخت کې یوه کس د «الله اکبر» په نعرو سره گواښ کړی وو چې غواړي د ایفل برج ته انفجار ورکړي.
تیر کال تر ۸،۵ میلیونو ډیرو سیلانیانو د فرانسې له دې څلي څخه لیدنه کړې وه. د ایفل برج چې لوړوالی یې ۳۰۰ مترو ته رسیږي په ۱۸۸۹م کال کې جوړ شوی دی او له هغه وخت راهیسې میلیونونه انسانان یې ځانته را جلب کړي دي.
د دې تاریخي څلي کار د ۱۸۸۷م کال په جنورۍ کې پیل شوی وو او د ۱۸۸۹م کال په مارچ میاشت کې پای رسیدلی وو.
آژانسونه: ش.ن/خ.ح