ايمنستي له ښځو سره د طالبانو چلند «د بشر پر ضد جرم» بللی
۱۴۰۲ خرداد ۵, جمعهدغه رپوټ دوو غیردولتي بشري سازمانونو، د بخښنې نړېوال سازمان او د حقوقپوهانو نړيوال کمېسیون چې مقرونه ېې په لندن او ژنیف کې دي، د جمعې په ورځ د می ۲۶مه خپور کړی چې په ترتيب ېې د ښځو او نجونو پر حقونو د طالبانو له لوري لګول شوو محدودیتونه ته اشاره کړې ده.
طالبانو د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتي راهيسې چې پر افغانستان بیا واکمن شوي، د وخت په تېریدو سره ېې د ښځو پر حقونو محدودیتونه شدید کړي او حاکميت ېې مخ په ډېريدونکي توګه سلطه غوښتونکې بڼه اختیار کړې ده.
په دغه موده کې د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حقونه محدود کړل شوي او دغه راز نشي کولی په یوازې سر سفرونه وکړي.
ورته نور ولولئ: رپوټ: طالبانو د ملګرو ملتونو ښځينه کارمندانې نیولي او زورولي
د ايمنستې مشرې اګنیس کالامارد د طالبانو دغو کړنو ته په اشاره سره ويلي دي: «دا نړیوال جرمونه دي. دا سازمان ورکړل شوي، پراخ او سیستماتيک دي.»
دغو دوو سازمانونو د جرمونو له نړېوالې محکمې (ICC) څخه غوښتي چې په افغانستان کې د وضعیت په اړه په خپلو روانو تحقیقاتو کې «د بشر ضد جرمونو او د جنسي زورونې» موارد شامل کړي.
د آلمان خبري آژانس (dpa) د رپوټ پر اساس، دواړو سازمانونو همدارنګه پر نړېوالې ټولنې غږ کړی دی چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په راتلونکي فصل کې دې د «طالبانو له خوا د جنسيتي زورنو او نورو ممکنه جرمونو په هکله د نړېوالو قوانينو په رڼا کې» بحثونه وکړي.
ورته نور ولولئ:ملګري ملتونه: طالبان موږ اړ کوي چې « ویروونکی انتخاب» وکړو
مېرمن کالامارد وويل چې د طالبانو د کړنو پر وړاندې چې تر اوسه کوم اقدامات ترسره شوي، له دې نه لا ډېرو قوي اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.
هغې ټينګار وکړ چې «ېوازې یوه د منلو وړ نتيجه موجوده ده: د جنسيتي زور زیاتي سیستم نور باید هرومرو له منځه ولاړ شي.»
د طالبانو حکومت تر اوسه ېې دغه رپوټ ته غبرګون نه دی ښودلی دی او تر دې مخکې ېې دا ډول رپوټونه مغرضانه او د دغې ډلې خلاف تبلیغات بللي دي.
طالبان له افغانستانه د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته پر دغه هیواد واکمن شوي وايي چې په افغانستان کې ېې «اسلامي نظام» رامنځ ته کړی او د اسلامي شریعت په رڼا کې د ښځو حقونو ته پابنده دي.
ورته نور ولولئ: ديرشو مدني ټولنو په دوحه کې د افغانستان د غونډې په اړه اندیښنه څرګنده کړې
د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اپریل میاشت کې په متفقه توګه یو پريکړه تصویب کړ چې پکې ېې له طالبانو غوښتي تر څو په افغانستان کې د «ښځو او نجونو بشپړ، مساوي، بامفهومه او ډاډمن ګډون څخه» اطمینان ورکړي.
(mks/nz/(dpa