اوکراين: د روسيې په توغنديز برید کې ۱۴ کسان وژل شوي
۱۴۰۲ اسفند ۲۵, جمعهد فرانسې خبري آژانس د تازه ارقامو له مخې په اودیسه کې د روسيې په توغندویز بریدونو کې د مړو شمير ۱۶ ته پورته شوی او ۵۵ نور ټپیان دي. رپوټ وايي د روسي ځواکونو په دغو حملو کې کورونه، موټر او د ګازو شبکې په نخښه شوي دي.
د اودیسه والي اوليه کيپر وويل چې د جمعې په ورځ (۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۵) د روسيې په توغنديز برید کې ۱۴ کسان وژل شوي دي چې په هغو کې مرستندویان هم شامل دي. هغه پر ټيلګرام ليکلي: «له بده مرغه د روسيې د توغندیز برید په نتيجه کې یو مرستندوی او یو ملکي ژغورونکی وژل شوي دي.»
د نورو وژل شوو کسانو په هکله جزئيات نه دي ورکړل شوي.
د آلمان خبري آژانس له کيف څخه ليکي چې یاد ژغورونکی تر لومړۍ چاودنې وروسته د پېښې ځای ته ځان ورساوه چې د دوهم توغندي په لګېدو کې ووژل شو. د ملکي مرستندوي په هکله ويل شوي چې د ګڼو ټپونو له کبله ېې خپل ژوند له لاسه ورکړ. زیاته شوې چې په دغو بریدونو کې ټول ټال ۴۶ کسان ټپيان شوي دي.
والي کيپر سبا شنبه د مارچ ۱۶مه په اودیسه کې د یو ورځنی ماتم غوښتنه کړې ده. ملکيانو څخه د ژغورنې ادارې چارواکو ويلي دي چې په دغو حملو کې۱۰ رهایشي ساختمانونه او دوه د اطفائي ماشينونه هم تخریب شوي دي.
د اوکراین اودیسه ښار او د هغه بندرونه د روسي ځواکونو له پاره د مهمو اهدافو څخه دي چې پرې د توغنديو او ډرونونو حملې کوي. دغه حملې له څه باندې دوه کلونو راهيسي چې روسيې پر اوکراین پوځي یرغل کړی، ادامه لري.
رپوټ زیاتوي چې روسي ځواکونو د جمعې په شپه د اوکراین پر غربي سيمې، وینیستا، هم د ډرون بریدونه وکړل چې ۲ کسان پکې وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي چې بيا روغتون ته رسول شوي دي. یو چارواکي ويلي دي چې په دغه بریدونو کې د هستوګنې يو ساختمان په نخښه شوی دی.
یاد آژانس په خپل يو بل خبر کې وايي چې اوکرايني چارواکو د جمعې په ورځ له روسيې څخه د ۱۰۰ عسکرو مړي چې په جګړه کې وژل شوي ول، تر لاسه کړي دي.
د جنګي زندانیانو له پاره د اوکراین د همغږۍ دفتر ويلي دي چې دغه جسدونه به تر پېژندګلوۍ وروسته د هغوی کورنیو او خپلوانو ته وسپارل شي. د سره صلیب نړېوالې ادارې چې په دې برخه کې ېې منځګړيتوب کړی، ويلي دي چې روښانه نه ده چې آيا روسیې هم په جګړه کې د خپلو عسکرو مړي ترلاسه کړي دي او که نه.
(dpa)mks/nz
له آرشیف څخه: