1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اوبزرور: د اوکراين د جگړې د ختمېدو څلور ممکنه سيناريوگانې

۱۴۰۱ بهمن ۳۰, یکشنبه

بريتانوۍ ورځپاڼې »دي اوبزرور« د اوکراين د جگړې په هکله په يوه تبصره کې څلور ممکنه پايلې په گوته کړي دي. دلته په اوکراین کې د جنګ د ختمیدو څلور ممکنه سیناریوګانې لوستلای شئ.

https://p.dw.com/p/4NhxL
Ukraine Krieg mit Russland | ukrainische Fahne auf der Schlangeninsel
انځور: Ukraine's border guard service/AFP

د يکشنبې په ورځ چاپېدونکې د (The Observer) بريتانوۍ ورځپاڼې د اوکراين د جگړې پر بهير دغه تبصره کې ليکلي دي. په دې تبصره کې راغلي:

«په اوکراین کې دويم کال ته داخلېدونکې د ژوند او مرگ لپاره جاري دغه جگړې باندې تورې ورېځې غوړېدلې دي. د لوېديځ له خوا تسليحاتې مرستې په ځنډ سره رسيږي.
دغه هم ولولئ:چین د اوکراین په جنگ کي د سوله ایزو نوښتونو اعلان کړی

تر اوسه لا جنگي الوتکې نشته دي. په عين حال کې سياسي کشمکشونه د لا زیاتېدو په حال کې دي. دا د هغه باوجوده چې د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر جو بايډن چې د جگړې د يو کال پوره کېدو په ورځ به د سه شنبې په ورځ وارشاو کې وي، هغه و اوکراين ته د وسلو او مرستو تر ټولو لويه برخه ورکړې ده، خو بيا هم دی او هم ناټو د روسيې سره د تصادم په ترڅ کې محتاط ول. 

له ختيځې اروپا څخه د فشارونو باوجوده د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ د سولې په تړاو د خبرو اترو پر خپله مفکوره ټينگار کوي، آن که دا خبرې اترې د سيمو په تړاو د جوړ جاړي سره تړلې هم وي. په دې هکله لا تر اوسه يووالی نشته.

دغه هم ولولئ: امریکا، اوکراین ته د دوامداري مرستي ډاډ ورکړ

د راتلونکې لپاره له سېناريوگانو څخه يو د اوکراين بريا او يا د ۱۹۱۷ په شان د روسيې ماتېدل،  په بشپړه توگه د اوکراين ماته، يوه داسي د جگړې لا پراخېدنه چې د هيواد ټولې سيمي يې په لمن کې راشي او نه مخکې نا شاته تگ ممکن وي او په عملي توگه دواړه اړخونه مساوي وي، د هغه وضعيت په شان کله چې په ۲۰۱۴ کال باندې روسيې کريميا او دونباس ته خپل عسکر داخل کړل.»

آ./ا.ا./ا.خ.ح.