انځورونه ـ روژه او د اسلامي هيوادونو دودونه
د نړۍ په بيلو برخو کي د روژې د مياشتي استقبال په بيلو دودونو کيږي. په دغه انځوريز راپور کي د بعضو اسلامي هيوادونو اړونده دودونه کتلای سئ:
افغانستان ـ روژه او خورما
د روژې د مياشتي په رارسېدو سره په ټول افغانستان کي بيا د خورما د خرڅولو بازار تود دی. د دغه هيواد په تقريبا ټولو برخو کي په کوڅو او بازارونو کي د خورما بېلابېل اقسام خرڅلاو ته وړاندي کيږي.
قناديان
د افغانستان د نورو برخو تر څنګ په پلازمېنه کابل کي ځانګړي خواږه شيان جوړونکي يا قناديان په روژه کي خپل کاروبار ته لا زور ورکوي او خپل توليدات زیاتوي. په روژه کي په افغانستان کي د خوږو شيانو استعمال هم جګيږي.
جلبۍ
په افغانستان کي د روژې پر وخت د تقريبا ټولو خوږ شيانو توليد زياتيږي. په زياته بيا جلبۍ هغه خواږه دي چي زياتره افغانان يې خوښوي. د جلبيو توليد کوونکي د روژې د مياشتي د توليدي اړتياؤ د پوره کولو له پاره حتی د خپلو همکارانو شمېر جګوي.
چای او روژه مات
د افغانستان په تقريبا هره برخه کي جلبۍ موندل کيدلای سي. په زياته بيا د افطار يا روژه مات پر وخت زيات افغانان د چايو سره جلبۍ په مينه خوري.
خيراتونه
د افغانستان په زياتو برخو کي د روژې په مياشت کي د خوراکي توکو خيراتونه هم کيږي.
د تراويح لمونځ
د روژې په مياشت کي په مسلمانو هيوادونو کي د ماخستن د لمونځ سره د تراوېح لمنځونه کيږي.
ايران ـ د مياشتي تلاښ
ايران چي پکښي اکثريت اوسېدونکي شعيه مذهبه دي، روحانيان يې پخپله د مياشتي تلاښ کوي او د نورو هيوادونو لکه سعودي عربستان سره ځان نه تړي.
تهران ـ وچه ميوه
په ايران کي د تهران دغه بازار په زياته وچي مېوې خرڅوي چي په زياته د روژې په مياشت کي يې استعمال زيات وي.
پاکستان ـ وچه خورما
د افغانستان په څېر په پاکستان کي هم د وچي خورما استعمال په روژه کي ډير زيات سي. په دغه انځور کي د پاکستان د پيښور ښار د خورما يو خرڅوونکی ښيي.
پاکستان ـ حيدر آباد
د پاکستان د حيدرآباد خلک د روژې په مياشت کي دغه ځانګړې سره سوې ډوډۍ د شودو سره خوري.
هند ـ عمومي خيرات
په هند کي چيري چي د بې وزلو انسانانو شمېر هم زيات دی، د روژې په مياشت کي د خوراکي توکو زيات عمومي خيراتونه کيږي.
ترکیه ـ د مېرمنو تراويح
دغه انځور د لومړۍ روژې د تراويح لمونځ د سلطان احمد (مسجد آبی) په مسجد استانبول کي ښيي.
ترکیه: رقص صوفیان
در ماه رمضان صوفیان و درویشان به رقص صوفیانه می پردازند.
مصر
په مصر کي خلک د روژې په رارسېدو سره ځانګړي لمانځني او خوشالۍ کوي.
اسرائیل
دغه انځور په بيت المقدس کي د تراويح لومړی لمونځ ښيي.
فلسطينۍ سيمي
دغه انځور په فلسطينۍ سيمه کي د روژې د مياشتي پر وخت د فانوسونو د خرڅلاو بازار ښيي.
الجزایر
د الجزاير په پلازمېنه الجزیره کي د خوږو شیانو دکان.
تونس ـ د مياشتي تلاښ
په تونس کي علما د روژې د مياشتي په تلاښ کي.
اندونیزیا
په اندونيزيا کي د يوګياکارتا په سيمه کي په روژه کي ځانګړي مراسم تر سره کيږي. په دې ترڅ کي مسلمانان د روژې د مياشتي په استقبال کي ځانونه په رودونو کي مينځي.
اروپا ـ آلمان
په اروپا کي په لسګونو مليونه مسلمانان ژوند کوي. اکثريت دغه مسلمانان د نورو هيوادونو څخه اروپا ته راکډوال سوي دي. هغوی هم د روژې د مياشتي له پاره بېل چمتووالی نيسي. دغه انځور په برلين کي د خوږو شيانو يو قسم انځوروي.
بوسنیا او هرزگوینا ـ سارایېوو
د بوسنيا او هرزګوينا په ښار سارايېوو کي په توپونو سره د روژې د مياشتي هرکلی کيږي.