انځورونه: عمران خان څومره پېژنئ؟
د پاکستان د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کي د عمران خان د تحريک انصاف ګوند بريا تر لاسه کړه. تاسو عمران خان څومره پېژنئ؟ د کریکټ د دغه پخواني لوبغاړي په اړه معلومات په دې انځوریز مطلب کې ولولئ.
بشپړ نوم يې څه دی؟
ايا د عمران خان بشپړ نوم مو زده دی؟ د هغه بشپړ نوم احمدخان نيازي عمران دی. خو د کریکټ او سياست په نړۍ کي هغه په عمران خان مشهور سو.
د مسلکي سفر پېل
عمران خان د کریکټ د سپورټ مسلکي ورزشي سفر په ۱۶ کلنۍ په ۱۹۶۸ کال پېل کړ. دا هغه وخت کله چي يې د لاهور او سرګودها په يوه سيالي کي ډېره ښه لوبه وکړه.
له تحصيل څخه مخکي کریکټ
عمران خان په ۱۹۷۰ کال کې د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی سو. نوموړي لا هغه وخت خپلې زده کړې پای ته نه وې رسولي چي د نړيوال کریکټ سره يې تعلق پيدا سو.
کریکټ په انګلستان کي
عمران خان وروسته انګلستان ته د لوړو زده کړو له پاره ولاړ. هغه د آکسفورډ پوهنتون د کریکټ لوبډلې کپتان سو.
د پاکستان د کریکټ لوبډلې کپتان
عمران خان په ۱۹۸۲ کال د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې کپتان سو. دغې لوبډلې د عمران خان په مشرۍ کي ۴۸ تېست لوبي وکړې چي پکښي ۱۴ يې وګټلې، ۸ يې وبايللې او نورې مساوي سوې.
يوه ورځنۍ سيالۍ
عمران خان د کپتان په حيث په ۱۳۹ يوه ورځنيو کریکټ سياليو کي د پاکستان د ملي لوبډلې مشري وکړه. له دغو څخه يې ۷۷ وګټلې، ۵۷ يې بايللې او نوري بې پایلې پاتې سوې.
تر ټولو بريالی کپتان
عمران خان د پاکستان د کریکټ د ملي لوبډلې تر ټولو بريالی کپتان ثابت سو. هغه زيات وختونه د هندي لوبغاړي او کپتان کاپيل ديو سره مقايسه کيده. دواړه لوبغاړي د کریکټ د لوبي آل راوندران تېر سوي دي.
د کرکټ نړيوال اتل
عمران خان د پاکستان د ملي لوبډلې غړی ؤ چي دغې لوبډلې په ۱۹۹۲ کال د کرکټ نړيواله سيالۍ وګټلې. له دې کبله هم په پاکستان کي د عمران خان محبوبيت زښت زيات سو.
سياست ته راتګ
عمران خان په ۱۹۹۶ کال کې سياست ته داخل سو او د «پاکستان تحريک انصاف» په نوم ګوند يې جوړ کړ. د ۲۰۱۳ کال په ټاکنو کي د نوموړي ګوند پر دويم نمبر زياتي رايي په لاس راوړې.
شخصي ژوند
د عمران خان شخصي ژوند زيات وختونه د رسنيو د سرليکونو موضوع پاتې شوې. نوموړي د ۶۵ کلنۍ په عمر د دريم ځل له پاره واده وکړ. د دې څخه تر مخه هغه د يوې مشهورې بريتانوۍ او وروسته د ريحام خان په نوم تلويزيوني کوربه سره ودونه کړي ول او وروسته ورڅخه جلا سوی وو.
جدي پايلي
د عمران خان دويمي ماينې ريحام خان د هغه څخه د طلاق تر لاسه کولو وروسته د عمران خان په تړاو يو کتاب وليکه. په دغه کتاب کي پر عمران خان سختي نيوکي سوي او ورباندي جدي تورونه لګول سوي دي. د بېلګي په توګه دغې مېرمني تور لګولی چي يوازي هغه ښځينه سياستمداره د عمران خان په ګوند کي پرمختګ کوي چي د عمران سره نامشروع اړيکي وساتي.
پاکستانی دونلد ترمپ
زيات کسان پر عمران خان د پوپولستي يا عوامګرايي تور لګوي. يعني ورباندي دا تور لګوي چي د خلکو د پارولو او پکښي د خپل ځان د محبوب کولو له پاره هغه څه وايي چي د خلکو احساسات راوپاروي او دی ورڅخه ګټه پورته کړي. يو شمېر پر نوموړي د توندلاريتوب تورونه لګوي او دا چي ګواکي دی د بنسټپالانو سره اړيکي لري.
پر امريکا نیوکې
عمران خان د ترهګرۍ پر ضد د امريکا د متحده ايالاتو پر جګړې او پکښي د پاکستان پر ملګرتیا پوښتنې کوي. نوموړی دغه جګړه په پاکستان کي د زياتو ستونزو لامل بولي.
د اختلاص ضد
عمران خان په پاکستان کي د اختلاس او اداري فساد ستونزه هميشه مطرح ساتلې ده. په زياته بيا عمران خان پر پخواني لومړي وزير نواز شريف د اختلاس او اداري فساد تورونه لګول.
محبوبيت
د عمران خان په هکله ويل کيږي چي په ځوانانو کي زيات محبوبيت لري. د هغه د «نوي پاکستان» شعار د زياتو ځوانانو په ژبه دی. نوموړی په ۲۰۱۲ کال د اسيا غوره شخصيت ونومول سو.