انځورونه: د اسکار سېنمایي جایزو د مراسمو ځیني برخي
د اکاډمۍ شپږ اتيایمي سېنمایي جایزې د ۲۰۱۳ کال فلمونو له پاره په لاس انجلس کې ورکړل شوې. ۱۲ کاله د یوه غلام په توگه د تر ټولو ښه فلم جایزه خپله کړه. خو د گرویتي فلم تر نورو ډیري اسکاري جايزې وگټلې.
دولس کاله د غلام په توگه د اسکار درې جايزې وگټلې
دولس کاله د غلام په توگه د یوه تور پوستي کیسه کوي چې تر برمته کیدو وروسته غلامۍ ته مجبور کيږي. دغه فلم د ستیف مک کوین له خوا جوړ شوی دی. دې فلم د تر ټلو ښه فلم، د ښځینه دویم نقش، او د ښې تلویزیونې کیسې جایزې وگټلې.
متیو اسکار وگټله
متیو مک کارتي د «دالاس د پیریدونکو کپ» په فلم کې د خپل نقش له پاره د اسکار جايزه وگټله. هغه په دې فلم کې په ایدز باندي د یوه اخته کس نقش لوبولی دی.
کیت په ابي یاسمین فلم کې د نقش له پاره اسکار وگټله
کیت بلنکیت په ابي یاسمین فلم کې د نقش لوبولو له کبله د اسکار جايزه وگټله. هغې تر دې مخکې هم یو د اسکار جایزه اخیستې وه.
کرویتي یا د جاذبې قوې تر نورو ډیري جايزې خپلي کړې
د دې فلم دایرکټر الفونسو کاورون، د تر ټولو غوره فلم جوړوونکي جایزه وگټله. گرویتي ټول ټال اووه اسکار جايزې وگټلې. د تر ټولو غوره سینماتوگرافي، تر ټولو د غوره گرافیک، د غوره ایدیتنگ، ښه موسیقي، د آواز غوره ایدیت او د آواز تر ټولو غوره میکسینگ جايزې وگټلې.
د اوز د جادوگر فلم ۷۵ کاله پوره شول
په اوسکار مراسمو کې د دې فلم په ویاړ یوه سندره وویل شوه.
ایټالیاوي فلم د غوره بهرني فلم جایزه وگټله
ایټالیاوي «The Great Beauty» د غوره بهرني فلم په کتگوري کې د غوره فلم جایزه خپله کړه.
لیتو لومړۍ اسکار ترلاسه کړه
جیراد لیتو د دالاس د پیریدونکو کپ په فلم کې د نقش لوبولو له کبله د نارینه دوهم نقش اسکار جايزه خپله کړه. هغه د دې نقش له پاره خپل وزن په ډیر کم وخت کې ډېر لږ کړ.
لوپیتا نیانگو لومړۍ اسکار وگټله
دغې لوبغاړې په ۱۲ کاله د غلام په توگه فلم کې د یوې غلام نقش ولوبوه او په دوهم ښځینه نقش کې یې اسکار خپله کړه.