انسان ته ورته روبوتونه کوم کارونه کولی شي؟
په مصنوعي ځيرکتيا سمبال روبوتونه له انسانانو څخه ډېر کارونه پرغاړه اخلي. دغه انسان ډوله ماشینونه څه کولی شي او ایا دوی به ژر زموږ ځای ونیسي؟ انځورونه او معلومات.
د آينشټاين بڼي ته ورته روبوت
په هانګ کانګ کې د هانسن روبوټیک په نوم شرکت د انسان په څیر روبوتونه جوړوي او د خپل روبوتیک او مصنوعي ځيرکتيا ټیکنالوژۍ له پاره پیژندل کیږي. یو ماشین د مشهور فزیک پوه "پروفیسر آينشټاین" په نوم نومول شوی دی.
انسان ته ورته
د امکان تر حده د انسان په څیر روبوتونو رامنځ ته کولو له پاره د تولید پرمهال د فروبر په نوم نانوتیک کارول کیږي. په دې سره اندرویدونه رامینځته کیږي چې د مخ ریښتیني بڼه وښیې. په راتلونکي کې دغه شرکت غواړي چې خپلو روبوتونو ته انساني وړتیاوې ورکړي لکه مینه او شفقت.
«صوفیه»: تبعه سفیره
دغه شرکت له ۲۰۰۷م کال راهیسې انسان ته ورته روبوتونه جوړوي - او په ۲۰۱۷م کال کې یې د «سوفیا» په ماډل سره يو نوښت وکړ: دا لومړی او تر دې دمه یوازینی روبوت دی چې خپل تابعیت لري. د دغي روبوتي تر وړاندي کولو وروسته سعودي عربستان انډرایډ ته خپل تابعيت ورکړ. سوفیا ملګرو ملتونو ته د "نوښت سفیرې" په توګه هم کار کوي.
فضا نورد
دوستانه څېره او د اوسپني بدن: «بیومني» روبوت داسي روبوت دی چي په هره برخه کې کارول کيدای شي. بیومني کولی شي بوتلونه خلاص کړي او ستن ولگوي، له همدې امله په رستورانونو او په طبي سکتورونو کې کارول کيدای شي او هغه حتی ویل کیږي چې فضا ته سفر وکړي ترڅو د فضا جوړښتونو په رغولو کې مرسته وکړي.
له مصنوعي ځيرکتيا څخه هنر
انسان ته ورته روبوتونه نه یوازې عملي دندې ترسره کوي - دوی حتی په هنري توګه فعال کیدای شي. په ۲۰۱۹م کال کې رامنځ ته شوی (آي-دا) د انسان بڼي ته ورته روبوت دی چي هنري کارونه کوي.
اصلي او جعلي
دا یو په زړه پورې عکس دی، کله چې جاپاني روبوتیسټ هیروشي ایشیګورو خپل ځانته ورته روبوت (جیمینایډ)تر څنګ دریږي چې د هغه د غبرگونی ورور په څیر ښکاري. ایشیګورو د جاپاني روبوتیک څیړنې پاپ ستوری ګڼل کیږي او د جاپان د ډیجیټل وزیر تارو کونو له پاره یې د انډرایډ کلون هم جوړ کړی. د هغه خپل ځانته ورته ربوټ اوس حتی متحده ایالاتو ته د لیکچر په سفر روان دی - پرته له اصلي.
همکار روبوټ
په آلمان کې هم دغه شان روبوتونه جوړیږي. د ۲۰۲۲م کال په مني کې د (لینا) په دفتر کې ازموینه بشپړه کړه. د «یپ ان ټایم» څیړنیز لابراتوار روبوتیک میرمن چې په مصنوعي ځيرکتيا سمباله وه د اتو اونیو له پاره یې له همکارانو سره یوځای کار وکړ.
د مصنوعي ځيرکتيا مخترع له خطرونو خبرداری ورکوي
څومره چې مصنوعي ځيرکتيا ډېر کارونه ترسره کوي په هغه اندازه يې خطر هم زياتيږي. جیوفري هینتون، چې د «مصنوعي ځيرکتيا پلار» بلل کیږي، پر دغي ځرکتيا باندې د کنټرول له لاسه ورکولو ویره لري او د بشریت له پاره د جدي خطرونو» خبرداری ورکوي.