1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار، د دویچه ویله خبریالانځور: Privat

امید دیدار

امید دیدار په بن کې د دویچه ویله ملټي میدیا خبریال دی، چې، د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او بشري حقونو اړوند موضوعاتو تمرکز کوي.

امید دیدار د دویچه ویله په مرکزي څانګې کې ملټي میدیا خبریال دی، چې، د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او بشري حقونو اړوند موضوعاتو تمرکز کوي.

امید دیدار په افغانستان کې زېږېدلی او هلته رالوی شوی دی. هغه د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې تر ماسترۍ کچې زده کړې کړي؛ خو ژورنالیزم سره د ځانګړې علاقې له امله یې په دې برخه کې ګڼ لنډمهاله او اوږدمهاله ټرنینګونه اخستي دي. دیدار د محصلۍ له دورې څخه په خپله سیمه کې له سیمه‌‌ییزو رسنیو سره د خبریال او ویاند په توګه کار پیل کړ او د پوهنتون له فراغت وروسته یې په ۲۰۱۴ ز کال کې عملآ داسې مهال د ژورنالیزم کار پیل کړ، چې افغانستان کې تر بل هر وخت سیاسي او امنیتي حالت خراب شوی و. نوموړي په دغو سختو حالاتو کې خپل کار ته دوام ورکړ او د افغانستان په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري او د بشري حقونو اړوندو موضوعاتو یې دویچه ویله او نورو ملي او نړیوالو رسنیو ته راډیويي، ټلویزیوني او لیکلي رپوټونه او عکسونه چمتو کول.  امید دیدار له ۲۰۲۱ ز کال راهیسې د المان په بن کې د دویچه ویله سره د ملټي میډیا خبریال په توګه کار کوي. 

د د امید دیدار ليکلي مطالب له برخې تیريدل
د د امید دیدار ټولې لیکنې له برخې تیريدل

د امید دیدار ټولې لیکنې

د نورو مطالبو ښودل