امریکا: یو بندي تر نږدې نیمې پيړۍ بند وروسته بې ګناه ثابت شو
۱۴۰۲ آذر ۳۰, پنجشنبهد امریکا په اوکلاهوما ایالت کې یوه قاضي د یوه داسې کس د خوشې کولو امر کړی چې په ۱۹۷۴م کال کې د یوه قتل په تور له نږدې نیمې پيړۍ راهیسې په زندان کې وو.په امریکا کې په تیروتنې سره د اورول شوو سزاګانو څخه دا تر ټولو اوږدمهال یې ده.
۷۰ کلن تورن ګلین سیمنز په جولای میاشت کې هغه وخت خوشې کړای شوی وو، کله چې یوه قاضي د دې قضیې په ارتباط د بیا فصلې اورولو امر وکړ. خو د دوشنبې په ورځ د کاونټي ولسوالۍ څاروال وویل چې د هغه پر وړاندې د محاکمې بهیر د پر مخ بیولو له پاره کافي شواهد شتون نه لري.
تر هغې وروسته د سه شنبې په ورځ د اوکلاهوما ولسوالۍقاضي ایمي پلمبو په خپل یوه حکم کې سیمنز بې ګناه وبللو.
نوموړي د خپلې پریکړې د اعلانولو پر مهال وویل: «د واضح او پاخه شواهدو په رڼا کې دغه محکمه دې نتیجې ته رسیدلې ده چې د هغه جرم له کبله چې سیمنز پړ بلل شوی وو، سزا ورته اورول شوې وه او بندي شوی وو، هغه جرم هغه نه وو کړی.»
ګلین سیمنز د اوکلاهوما ښار په اطرافو کې د شراب په یوه دوکان کې د غلا یا ډاکې پر مهال د کیرولین سو راجرز په نوم د یوه شخص د قتل په جرم ۴۸ کاله، یوه میاشت او ۱۸ ورځې په محبس کې تیرې تیرې کړي دي. د بندي کیدو پر مهال د هغه عمر ۲۲ کاله وو او اوس ۷۰ کلن دی.
په اوکلاهوما کې کوم کسانو ته چې په تیروتنې سره سزا اورول شوې وي او اوږده موده یې په بند کې تیره کړې وي، داسې کسان د ۱۷۵ زره امریکایي ډالرو جبران خسارې مستحق ګرځي.
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز