سړې هوا په امریکا کې په لسهاوو کسان وژلي
۱۴۰۲ دی ۳۰, شنبهروغتیایي چارواکو د سوړ ژمي یا سړې هوا له کبله یوازې د امریکا متحده ایالاتو په سویلي ایالت تنسي کې تر اوسه پورې د ۱۴ انسانانو د مړينې خبر ورکړی دی.
د سیمه ایز وخت مطابق د جمعې په ورځ د هوا پيژندنې ملي ادارې په مرکزي او ختیځو سیمو کې د ژمنیو سختو توفانونو او سړې څپې په هکله خبرداری ورکړی دی.
د کنتاکي والي د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۱۹ نېټه) د ژمې د سړې هوا له کبله د پنځو تنو مړينه تائید کړه. په شمال لویدیځ ایالت اورګون کې د پورتلنډ ښار د اطفایې یا اور وژنې ادارې په حواله درې کسان وروسته له هغې چې په یوه پارکنګ کې یې پر موټر د بریښنا مزی غورځیدلی د برق د شارټۍ له کبله مړه شوي دي.
په اورګون ولایت کې ژمني توفانونه د دې سبب شول چې د ۷۵ زره اوسیدونکو بریښنا قطع او والي د بیړني وضعیت اعلان وکړي.
د پولیسو په وینا د سه شنبې په ورځ له یوې لارۍ موټر سره د ټکر په نتیجه کې پنځو ښځو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په ایلینویز، کانزاس، نیوهمپشایر، نیویارک، ویسکانسین او واشنګټن ایالتونو کې د مړينې د نورو مواردو په هکله رپوټونه ورکړل شوي دي.
د څو ورځو راهیسې په ټوله امریکا کې شدیده واوره وریږي، په ځانګړي توګه لویدیځ نیویارک ډیر اغیزمن شوی، چیرې چې د هوا پيژندونکو په خبره د بفیلو ښار ته نږدې په تیرو پنځو ورځو کې تازه دوه متره واوره وریدلې ده.
د یخنۍ څپه د دغه هیواد سویل ته هم رسیدلې ده، کوم چې له دا ډول شرایطو سره عادت یا بلد نه دی. د واورو وریدنې او شمالي قطب د حرارت درجې له کبله په دغه ایالت کې ډیر شمیر ښوونځي تړلي دي. همدارنګه پروازونه هم محدود شوي دي.
د«Flightaware» انټرنټ پاڼې په حواله د جمعې په ورځ ۱۱۰۰ پروازونه لغوه شوي او ۸۰۰۰ نورو کې ځنډ راغلی دی.
آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا