امریکا غواړي د پاکستاني ځواکونو د روزنې پروګرام بیا پیل کړي
۱۳۹۸ آذر ۲۹, جمعهپه امریکا متحده ایالاتو کې د پوځیانو د تعلیم او روزنې نړیوال په پروګرام کې د پاکستاني پوځیانو د بیا ګډون دغه پریکړه د دې ښکارندوي کوي چې د متحده ایالاتو او پاکستاني پوځ ترمنځ اړیکي چې له یوې لسیزې زیاته موده پرې اوړي یو ځل بیا د ښه کیدو په حال کې دي. په اړیکو کې دغه ښه والی څه میاشتې ترمخه د د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان تر منځ د ملاقات وروسته رامنځ ته کیږي.
سربیره پر دې واشنګټن له پاکستان څخه د سولې د مذاکراتو په برخه کې د مرستې له کبله هم مننه کړې چې ښایي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو راوتلو ته لاره هواره کړي. په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د افغانستان د سولې له پاره خبرې او مذاکرات تر یوه ځنډ وروسته یو ځل بیا پیل شوي دي. واشنګټن پر پاکستان او د دغه هیواد پر استخباراتي ادارې تور پورې کوي چې طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لري او د دې هیواد د پوځ او استخباراتو له لوري مرستې هم ترلاسه کوي، خو اسلام آباد تل دا تورونه رد کړي دي.
د پوځي روزنو او تعلیم دغه نړیوال پروګرام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري پر مخ بیول کیږي. ولسمشر ترمپ واک ته تر رسیدو وروسته په ۲۰۱۸م کال کې د شا او خواو دوه میلیارده ډالرو په ارزښت پاکستان ته د امریکا د پوځي مرستو پروګرام لغوه کړ. ترمپ غوښتل څو په دې توګه د اتومي وسلو درلودونکي پر دغه هیواد باندې د افراطي جنګیالو پر وړاندې د اقدام په برخه کې فشار راولي.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې د بریښنالیک له لارې د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په ۲۰۱۸م کال کې پاکستان ته د امریکا د پوځي مرستو د لغوه کیدو په برخه کې د ولسمشر ترمپ په پریکړه کې ځینې استثنات موجود وو، داسې چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ګټو ته اړین وي. یادې ویاندې همدا راز زیاته کړې چې د روزنې په دغه پروګرام کې د پاکستان بیا ګډون هم د دغو استثناتو په ډله کې دی.
په عین وخت کې یوه بل امریکايي چارواکي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ویلي دي چې پاکستان اوسمهال د یاد پروګرام له پاره د پوځي افسرانو د انتخاب پر چارو باندې بوخت دی. خو د دې ټولو سربیره، د امریکا د حکومت د دغې پریکړې د عملي کیدو له پاره د کانګرس تائید ته هم اړتیا لري. د امریکا د کانګرس د استازو او سنا مجلسونو کې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو استازو، پر دې موضوع باندې د تبصرې غوښتنې ته لا هم ځواب نه دی ویلی.