1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

اطریش پر ترکیې باندي د جاسوسۍ تور لګولی دی

۱۳۹۹ شهریور ۱۶, یکشنبه

اطریش ادعأ کوي چي یو شکمن ترکئ جاسوس یې افشأ او بندي کړی دی. تردې وروسته په ویانا کي چاروکو د ترکیې پر حکومت باندي سخت تورونه لګولي دي. خو ترکیې بیا بالمقابل پر اطریش باندي تورونه لګولي دي.

https://p.dw.com/p/3i3pf
Spionage
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe

لکه څنګه چي د اطریش د کورنیو چارو وزیر کارل نېهامر تیره سه شنبه (د سپټمبر اوله) ویلي دي، د هیواد داخلي استخبارتي ادارې BVT یې د ترکیې د خارجي استخباراتي سازمان، MIT حد اقل یو جاسوس افشأ کړی او بندي کړی دی.» د وزیر په خبره « په اطریش کي د ترکي جاسوسانو دپاره هیڅ ځای نسته.»

د اطریشي رسنیو په حواله دا یوه ترکي الاصله ښځه ده، چي په اطریش کي اوسیږي او د ترکي مهاجرو جاسوسي یې کوله.

خو د انقرې حکومت بیا د خپله طرفه د اطریش پر حکومت باندي تور لګوي چي د ترهګرانو پر ضد جدي اقدام نه کوي، چي مطلب یې منع سوی کردي سازمان، پي کې کې دی. مګر ویانا یې په مقابل کي دلیل راوړي، څوک چي د خارج څخه د تحمیل سوي تشدد او زورزیاتي څخه خبري کوي، باید اسناد وړاندي کړي.

نور غربي هیوادونه هم اکثره وختونه د ترکيې پر خارجي استخباراتي سازمان MIT باندي تور لګوي، چي د فتح الله ګویلن پلویان تعقیبوي او جاسوسي یې کوي.