آیا دوامداره روژه د انسان بدن ته ګټه رسوي؟
په نړۍ کې د روژې یا له خوراک څخه د پرهیز داسې مختلف میتودونه شته چې د بدن زهري مواد لمنځه وړي. د روغتیا روژه کې روژه لرونکی ټوله ورځ په بشپړ ډول خوراک او څښاک نه کوي. آیا داسې روژه روغتیا ته ګټه لري؟
د روغتیا روژه څه ده؟
د روغتیا روژې په نوم یو ډول چلند کې روژه لرونکی د ۳۰ ورځو له پاره له سختو خوراکونو پرهیز کوي. ډیري بیا دغه روژه له ۵ څخه تر ۱۰ ورځو پورې نیسي. دوی بی له اوبو څخه د هر څه له خوړلو ډډه کوي. د دې روژې په نورو ډولونو کې د ميوې او سبزیجاتو جوس یا اوبو ته د څښاک په پروګرام کې ځای ورکول کیږي.
د روژې بیلابیل ډولونه
په دې برخه کې داسې غذایي رژیم هم شته چې روژه لرونکی ساعتونه، ورځ او یا په اونۍ کې ورځې انتخابوي چې په هغو ساعتونو یا ورځو کې عادي خوراک او څښاک کوي. دلته مختلف میتودونه شته. د بیلګي په توګه د ۲:۵ ماډل چې په اوونۍ کې دوې ورځې روژه او ۵ ورځې عادي خوراک او څښاک کوي. په ۸: ۱۶ماډل کې شخص ۱۶ ساعته خوراک نه کوي. په دې ماډل کې د خوب وخت هم د روژې په ساعتونو کې شمیرل کیږي.
د روژې تاثیرات
د علمي څیړنو پایلي ښیي چې په نړۍ کې د روژې مختلف میتودونه د انسان پر روغتیا اغیزه کوي. له خوراک څخه ډډه کول د ويني فشار له کمیدو سره مرسته کوي، د روماتیزم او د مفصلونو د التهاب په څیر مزمنو ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي. بدن ځوان ساتي او په دیمنشیا ناروغۍ د اخته کیدو مخه نیسي. نوي څيړنې ښيي چې روژه حتی د سرطان ناروغۍ پر وړاندې هم ګټوره ثابتیدلی شي.
روژه او بدن ته یي ګټه
تازه څيړنې ښيي هغه کسان چې په منظم ډول لږ خوراک کوي د ارقامو له مخې اوږد عمر لري. وروسته له ۱۴ ساعتونو روژې څخه بدن په اوتوماتیک ډول داخلي اصلاحات فعالوي. روژه د انسان جلد یا پوستکی تازه ساتي، د بدن دفاعي سیستم پياوړی کوي او د وزن په کمولو کې هم مرسته کوي.
روژه او د انسان روح او روان ته یي ګټې
کارپوهان وایي چې روژه د انسان رواني روغتیا ته هم ګټه رسوي. روژه لرونکی وروسته له یوې مودې د تازګۍ او آرامتیا احساس کوي.
ولی روژه روغتیا ته ګټه لري؟
د روژې په بیلا بیلو ډولونو کې یا خو د مختلفو خوړو له خوړلو څخه ډډه کیږي او یا خوراک کمیږي. روژه لرونکی په روژه کې ډیري اوبه څښي او د بدن د اړتیا وړ مواد د څښاک له طریقه جبرانوي. سوپونه او نور نوشابه باب په بدن کې د زهرجن موادو په لمنځه وړلو کې مرسته کوي او د بدن فعالیتونه تنظيموي.