آلمان د مهاجرو په موضوع کې ترکیې ته ګوتڅنډنه کړې
۱۳۹۸ اسفند ۱۹, دوشنبهد آلمان د کورنیو چارو وزیر هایکو ماس د دوشنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۹ نیټه) وویل چې په ترکیې له مهاجرو سره مالي مرستې به په مشخصو شرایطو پورې تړلي وي.
وروسته تر دې چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د اروپا پر لور د مهاجرو پر مخ د خپل هیواد سرحدونه خلاصوي، په لسګونو زره مهاجر له یونان سره د دغه هیواد په سرحد کې راټول شول. اروپایي اتحادیې ارودغان د ۲۰۱۶م کال د مهاجرت له موافقتنامې څخه په سرغړونې تورن کړ.
هایکو ماس، د «فونکه» رسنیزې ډلې ته وویل: «ترکیې ته د اروپا پيغام څرګند دی: مونږ په دې مسئولیت کې منصفانه ونډې اخیستلو ته ژمن یو، خو دا نه منو چې له هغو انسانانو څخه چې د ژوندانه له خراب وضعیت څخه رنځ وړي د سیاسي یرغملو په توګه ناوړه استفاده وشي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: «هغه خبرې اترې به مطلوبې پایلې ونه لري، چې د تر ټولو کمزورو انسانانو په بیه تمامیږي.»
اروغان په پروکسل کې
ټاکل شوې ده چې نن تر غرمې وروسته به د ترکیې ولسمشر په بروکسل کې د مهاجرو د وضعیت په اړه خبرې وکړي. تر دې یو ورځ مخکې آلمان د یونان له ټاپوګانو څخه ۱۵۰۰ مهاجر ماشومانو منلو ته خپله امادګي ښودلې وه.
اروپایې اتحادیي د مهاجرو وضعیت ته د رسیدګۍ له پاره لا زیاتې مالي مرستې نه دي رد کړي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې په ورځ په دې اړه وویل: «سره له دې، د مرستو دوام د دې پورې تړلې ده چې ترکیه هم په دې موافقتنامې کې خپله ونډه ادا کړي.»
آلمان او اروپایې اتحادیي په وار وار سره ویلي دي چې د ۲۰۱۶م کال موافقتنامه اوس هم اعتبار لري او له مهاجرو څخه یې غوښتي دي چې په غیر قانوني توګه دې له سرحدونو څخه د تیریدو هڅه نه کوي.
د تیرې شنبې په ورځ په زرګونو کسان د آلمان سړکونو ته را ووتل او له اروپایي اتحادیې څخه یې وغوښتل چې لا زیات پناه غوښتونکي دې ومني.
(bs/sn (AFP, dpa